Docoments, Genral

زما تجربې د مورنئ ژبې په درس ورکولو کې

Meeting in Malmö/Sweden, Jan 2022

My experiences as mother language teacher in Sweden

لومړی تاسو ټولو دوستانو ته ښه راغلاست وایم او خوښ یم چې نن ستاسو سره دلته وینم خصوصاً له هغه دوستانو سره چې پخوا مو نه وه سره لیدلي.

پښتو ژبه په افغانستان کې د اکثریت ژبه ولې څنګه چې لازم دی چا ورته په دولتي سطحه دومره خدمت نه دی کړی، چې باید شوی وای. تر ډېره حده د دې کار پړه پر دولتي ادارو او د وخت پر حاکمه چارواکو وراچول کېږي. او له بلې خوا خپله پښتنو هم غفلت کړی دی. زموږ په ډېرو پښتني سیمو کې اوس هم د ښوونځي له پاره کومه ودانۍ او مسلکي ښوونکي وجود نه لري . دا کار نور عوامل هم لري اوس به اصل موضوع ته راشو چې څنګه د پښتو ژبې د ودې او پر مختګ په لاره کې مؤثر ګامونه واخیستل شي؟ فکر کوم چې د دې کار مؤثریت په داخل د افغانستان کې ډېر دی، چې هلته باید کار ورته وشي، که چېرې دا پروژه په راتلونکي کې خپل فعالیتونه د افغانستان په داخل کې د علومو د اکاډیمي سره په ګډه همکارۍ مخته یوسي مؤثریت به یې ښه وي. خو ما تر اوسه پورې د همدې پروژې اصلي او نهایي هدف څرګند نه دی.  خو د پښتو ژبې د ودې او زده کړې له پاره خدمت کول وي، نو باید داسې څه ترتیب او آماده شي، چې له څلور کلنۍ څخه باید د ژبې زده کړه او د ا لفبې سره بلدیت پیدا کړي.

د دې کار له پاره د ماشومانو د علاقې او ذوق مطابق لکه په نورو پرمخ تللو هېوادونو په شان د کارتون په ژبه زده کړه پیل شي. موږ پښتانه يو عمده مشکل د لهجو لرو، چې حتا لویان هم یو د بل په لهجه نه پوهیږي، نو په دې هکله هم باید غور وشي بل دا چي موږ د لیکني واحده ژبه نه لرو، چې په ټولو سیمو او نشراتو کې ګډه استفاده ترې وشي. په لهجه کې څوک تغیر نه شي راوستلای ولې د میډیا ژبه باید مشترکه وي او عمومیت پیدا کړي ستونزې ډېرې دي خو کار او وخت غواړي. په لیکنه کې خو د (ی) ګانو مشکل تر یو حده حل شوی دی، خو بیا هم لهجه وي تمایُل پکښې ښکاري.

 موږ د (و) په هکله هم مشکل لرو، دا چې عربي کې ورته د مجهول او معروف نومونه ورکړل شوي دي ولې شکل یې یو دی مثلاً لور (دختر) لور (طرف)، لور (داس) او لور (پېرزوینه)، که چېرې یې شکل بېل وي ویل او پېژندل یې آسان وي.

 موږ دوه سترګې (ھ) لرو. دا هم ملفوظې او غیر ملفوظې په نومونو یاده شوېده، خو که یې شکل بیل وي ویل او پېژندل یې آسان دي. هلک، هګۍ، اوبه او مېوه…

د زېر، زور او پېښ ستونزه هم د شاګردانو سره شته، زور کې موږ وایو، خو شکل ورته نه لرو لکه: نَن او تَن…

یا پُل- پَل او پول  ویل یې یو شان او شکل بیل. یا تل (همېشه) تل (عمق).

د خج یا فشار لپاره نښه نشته زدکړه یې شاګردان په مشکل کې اچوي.

عزیزي، ملمو، سویډن، جنوري، ۲۰۲۲

Meeting in Malmö/Sweden, Jan 2022

Schreibe eine Antwort