Docoments, Uncategorized

په کډوالۍ کې مورنۍ ژبه او ستونزې

ليکنه: ډاکټر نجيب الله زاخېلوال

زه به کوښښ وکړم چې د افغاني کورنيو د مشکلاتو او ستونزو په نظر کې نيولو سره به پدې برخه باندې د خپلو تجربو او زده‌کړو له مخې يو څه وليکم.

دا پوښتنه هم ساده او هم ډېره پېچلې ده. موږ په يو داسې نړۍ کې ژوند کوو چې هغه پولې او باورونه چې پخوا يې شتون درلوده له مينځ څخه تلونکی دی. پدې مانا چې دا مهال که ووينو يوې ازبکې پېغلې د يو پښتون سره واده کړې، يو تاجک بيا د يوې پښتنې پېغلې سره واده کړی، هغه قومونه چې پخوا يې په نورو قومونو که نه ودونه کول او نه يې ترې ودونه کول نن د يو بل سره خپلوۍ لري. يانې په يو کور کې موږ تاجک، هزاره، پښتون، ايماق ميندلی شو .

که له دې هم مخته ولاړ شو نو دا مهال نړۍ د زبرځواکونو د وسلو د ازمايلو په لابراتوار بدله شوې ده او د نړۍ زياتره وگړي اړ شوي دي چې خپله سيمه او هېواد پرېږدي او بلې سېمې او هېواد ته کډوال شي. يو داسې سيمې او يا هېواد ته چې ژبه، کلتور، عنعنات او ان خويونه يې د کډوال د پلرني هېواد سره توپير لري. په همدغسې حالت کې همدا پوښتنه راپورته کيږي چې کډوالې کورنۍ څنگه کولای شي د ماشوم په دوه ژبې کېدلو باندې اغېز ولري؟

زه زياتره وخت د يو شمېر کورنيو سره مخ شوی يم چې کوچنيان يې په روانه فرانسوي، انگريزي، جرمني، دنمارکي او يا سويدي خبرې کوي خو د خپلې مورنۍ ژبې په ويلو يې ژبه نه اوړي. د ارواپوهانو او څېړنکو له خوا دا يو ناورين بلل شوی دی. چې ددغه ناورين له مينځه وړلو لپاره پوهنېزو او څېړه‌نېزو مراکزو ګڼې څېړنې کړي چې په څه ډول ددې ستونزې مخه ونيول شي.

دا ستونزه زياتره د کور دننه او يا هم د يو کور د ټولنې سره شتون لري پدې مانا يوه پښتنه مېرمن په يو تاجک کورنۍ کې واده شوې او يا يو کورنۍ په يو داسې ټولنه کې ژوند کوي چې چې خوا او شا وګړي يې بل ډول کلتور او ژبه لري.

که دلته بحث هر لور ته وغځول شي نو په هره شېبه کې لسګونه پوښتنې راپورته کيږي چې بايد ورته علمي ځواب ورکړل شي خو زه يوازې غواړم په لنډ ډول پوښتنې راپورته کړم او بيا پرې يو ځغلنده نظر وکړم.

۱.مور او پلار ولې کډوال شو؟

۲. ايا په پام کې ده چې کډواله شوې کورنۍ په نوي هېواد کې به تل لپاره پاتې کيږي. تر کومه او موخه يې څه ده؟

۳. کډوال شوې کورنۍ کې لويانو (ميندو او پلرونو) ته خپله ژبه او خپل کلتور څومره ارزښت لري؟ او څه احساس لري؟

که د همدغه پوښتنو په اړه فکر وکړو او ځواب يې کړو نو بيا مو ددې سره مرسته کړي وي چې ماشوم مو دوه ژبې راشي او پدې لاره کې اغېزمن ثابت شو. د څېړنو په پايله کې جوته شوې ده چې مور او پلار د کوچني په ټولنېز او فکري پرمختګ کې جوته ونډه لري. که موږ ماشومانو ته خپله ژبه او خپل کلتور په ښه ډول ورزده کړو نو ماشوم سره به مو دا مرسته کړې وي چې ماشوم په لوی عمر کې د شخصيت او هويت د بحران سره مخ نشي.  کوم ماشومان چې د خپلې مورنۍ ژبې څخه محروم شي نو زياتره دا ډول ماشومان د عمر په تېرېدو سره د هويت د بحران سره مخ کيږي. ځکه دا خلک د ژوند په يو دوه لارې کې بند پاتې کيږي او نشي کولای چې يو هويت واخلي. که يو هويت واخلې نو د بل هويت د لاسه ورکولو له امله ځان محکوم گڼي چې همدا محکوميت په نوموړی کې يو بحران راپيدا کوي چې دا بحران دده د سالم علمی، فکر او ټولنيز پرمختگ پر وړاندې خنډ کيږي او ان تر دې چې زياتره دا ډول خلک بيا غيری سالمو لارو ته مخه کوي لکه ښوونځي سره د مينې کمښت، ستړيا، د کور څخه پردې کېدل، انزوا، نشې، بېسری، غيرې اخلاقې کړنې… دا هر څه ددې لپاره کوي چې تر څو خپل ځان ومومي او د هويت د بحران څخه خلاصون پيدا کړي.

دا د کډوالۍ جبر دی چې انسانان د هغه څه څخه چې لري يې، لېرې کوي. د خپلوانو او دوستانو څخه لرې کيږي چې دا لېرېوالی د يو ماشوم د اروايي ټولنيز رشد چې بايد يو ماشوم يې په ترتيب سره زده‌کړی، له مينځه وړي. د بېلگې په ډول که يو ماشوم په افغانستان کې د خپلوانو تر مينځ رالوی شې نو هلته د ستړی مه‌شي، مشرانو د احترام، مشرانو ته د نوم اخيستلو دود لکه غټ لالا، مشر کاکا، حاجی صيب، معلم صيب، گل لالا، په دودونو کې د خدمت دود، د خپلوانو په غم کې د غم احساس، د خوشالۍ احساسات په طبيعې ډول زده کوي.

فرانسيوس کروس جين د  دوژبيتوب او دوه کلتورتوب (Bilingualism and Biculturalism) کتاب ليکوال پدې باور دی چې “په يو نوي کلتور کې بېلا بېلې لارې د لويانو لپاره شتون لري خو يو شمېر پاخه عمر خلک چې انگيري نوي راغلي هېواد ته د يو لنډ وخت لپاره راغلي دي او بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي، نشي کولای بريالي اووسي.  نو دا ډول خلک نه د نوې ژبې د زده کړې لپاره لېوالتيا لري او نه يې ماشومان مورنۍ ژبه زده کولای شي. دويمه ډله خلک هغه دي چې نوي هېواد ته په رارسېدو هر هاغه څه چې دوی د خپل هېواد څخه د ځان سره لري څاه ته غورځوي او ددوی په مينځ کې بيا بله ډله خلک هم شته چې هغه هم نوی کلتور او نوې ژبه زده کوي او هم خپل ژبه او کلتور ساتي”.

زه پدې باور يم هغه خلک چې نوي هېواد ته راغلي دې او بېرته د خپل هېواد د تللو په اړه فکر کوی دوی بايد ددې فکر پر ځای پدې هېوادکې لومړی د نوي هېواد د شتو فرصتونو څخه گټه واخلی او د وخت په طمعه دې اوسي او هغه ډله خلک چې خپل کلتور او ژبه هېروي نو هغوې دېته پام وکړي چې پدې کار سره دوی د هويت د تشې سره مخ کيږي چې دا بيا په ماشومانو کې يو لړ ستونزې راپيدا کوي.

په لنډه توګه که ووايم نو ميندې او پلرونه بايد تل د ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. زما مشوره داده چې تاسې بايد د ستړيا احساس ونه کړئ، ځکه زه وينم چې زياتره ميندې او پلرونه وروسته د هغې څخه د ستړيا احساس کوي چې کله د ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې پيل کړي او ماشوم په پرلپسې ډول ورته د اکثريت په ژبه ځواب ورکړي نو ميندې او پلرونه ماشوم ته تسليم شي او ورسره د اکثريت په ژبه خبرې پيل کړي. چې دا کار د ماتې خوړولو په مانا دی. ميندې او پلرونه بايد په هر حالت کې د خپل ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي. د ميندو او پلرونو د احساس له مخې دا منم چې دا کار ستونزمن دی ځکه ميندې او پلرونه غواړی چې ماشوم سره اړېکې ولري خو د ماشوم په بله ژبه د ځواب ورکولو پرمهال ميندې او پلرونه انګيري چې ماشوم سره يې اړېکې کمزوری شوی.

مېرمن ليونرا ارنبری په خپل کتاب ”پدې ډول ماشومان دوه ژبې کيږي” ليکي: “ميندې او پلرونه بايد د خپل ځان لپاره يو هدف وټاکي چې په کومه کچه غواړي چې مورنۍ ژبه ماشوم ته ورزده کړي. غواړئ ماشوم ته مورنۍ ژبه په غيری‌فعال (منفعل يا Passive)،کارنده (فعال يا Active) او يا بشپړ (مطلق Absolut) ډول وزده کړئ. چې د همدغه هدفونو د ټاکلو له مخې ميندې او پلرونو کولای شي بېلابېلې لارې په مخکې ونيسي تر څو خپل هدف ته ورسيږي”.

غيری فعال دوه ژبي‌توب (Receptive bilingual or Passive bilingualism): پدې حالت کې ماشوم مورنۍ ژبه داسې زده کوي چې پوهېږې مور او پلار يې څه وايي خو نشي کولای چې په مورنۍ ژبه باندې ځواب ورکړي او نه يې د مورنۍ ژبې په ويلو ژبه اوړي.  دغې هدف ته د رسېدلو لپاره مور او پلار ته لازمه ده چې په هر حالت کې په خپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي که ماشوم ورته ځواب ورکوي او کنه، خو يوازې ماشوم وهڅوي چې ورته غوږ ونيسي سره له دې چې ورته ميلان نه لري.

مک لافلين (McLaughlin) پدغه کې روش کې يو منفي ټکي ته اشاره کوي هغه دا چې هر کله چې يو ماشوم په منفعل ډول د يوې ژبې سره اړيکې لري، شايد هغه تسلط چې فعال گټه اخيستنه يې ماشوم ته ورکوي ونه لري.

کارنده يا فعال دوه ژبي‌توب (Active bilingualism): عبارت د هغه حالت څخه دی چې ماشوم هم په مورنۍ ژبه پوهېږې او هم په مورنۍ ژبه باندې په فعاله توګه خبرې کولای شي. د دغه روش گټه پدې کې ده چې کورنۍ ته دا باور ورکوي چې ماشوم به حتما مورنۍ ژبه زده کوي. مور او پلار دواړه، په فعاله توګه ماشوم هڅوي چې په مورنۍ ژبه کور کې خبرې وکړي. که دغه کورنۍ د خپل ماشوم لپاره د هغه کورنيو مرسته ځان سره ولري چې په يوه مورنۍ ژبه خبرې کوي نو بيا ماشوم لاپسې تکړه کيږي. بايد کتابونه فلمونه، سندرې، يا شعرونه په خپله ژبه واوري. مور او پلار بايد کوښښ وکړي چې د ماشوم پر وړاندې تل کوښښ وکړي چې په مورنۍ ژبه خبرې وکړي  او مورنۍ ژبه د کور ژبه وګرځوي.

بشپړ يا مطلق دوه ژبي‌توب (Absolute or Full bilingualism): دا هغه حالت دی چې ماشوم هم په مورنۍ ژبه پوهېږي او هم پرې خبرې کولای شي. دلته بايد مور او پلار ماشوم ته د مورنۍ ژبې د ورزده‌کولو لپاره د جوتو لارو څخه کار واخلي د بېلگې په ډول ماشوم سره په مورنۍ ژبه ليک لوست کول او د مورنۍ ژبې درسونه ووايي. په اونۍ کې يو يا څو ځلې په مورنۍ ژبه باندې تمرين کول، خپل هېواد ته تګ راتګ، د نيا نيکه سره خبرې کول او د هغه غږيز يا انځوريز پيغامونه ماشومانو ته ثبتول. خو دا بايد له ياده ونه ويستل چې د بلې ژبې تمرين ته هم ځانګړی وخت ورکړل شي تر څو ماشوم په متوازي ډول دوه ژبي لوی شي.

زه يو شمېر خلک وينم چې په کور کې د خپلو ماشومانو سره جرمني، هالنډی او يا د مورنۍ ژبې پرته بله ژبه وايي. که ترې وپوښتې چې ايا ولې دا کار کوي نو دا کورنۍ تل دوه دلايل راوړي:

۱. والله ماشوم مې په مورنۍ ژبې نه پوهيږي، زه مجبور يم چې ورسره پدې ژبه خبرې وکړم.

۲. والله څه وکړم، غواړم ماشوم ښه راتلونکې ولرې او دا ژبه ښه زده کړي، مورنۍ ژبه به خپله زده‌کړي.

دوی دې دا نه هېروي چې دوی په ناسمه لار روان دي. دا دواړه دلايل د علمي پلوه غولوونکي دي او ځان د مسؤليت څخه خلاصول دی.

د لومړی دليل ځواب، ماشوم چې د مور په گېډه کې وي نو مور او پلار چې په کومه ژبه خبرې کوې نو د هماغه ژبې سره اشنايي پيدا کوی او کله چې وزيږيږي او بيا ورسره مور او پلار په مورنۍ ژبه خبرې کوي نو د ماشوم غوږونه د مورنۍ ژبې سره عادت کيږي. نو دا چې ماشوم په لومړيو کې نه غواړي او يا بغاوت کوي چې مور او پلار سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي نو دا کار بايد ميندې پلرونه د خپل ناکامۍ دليل ونه گڼي او کوښښ وکړي چې ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې پيل کړي تر څو ماشوم د بغاوت سره د منښتې په لور راشي.

دويم دليل لپاره ځواب: تر ټولو د مخه دلته د د ستاکهلم په پوهنتون کې د څو ژبتوب څېړونکی پروفيسور نيکلاس ابراهامسن (Niklas Abramsson) نظر راوړم، هغه وايي:  “داسې کوم بيالوژيکي سرحد نشته چې يو انسان څو ژبې زده کولای شي او پرمختګ پکې کولای شي. موږ داسې انسانان هم لرو چې تر ۸۰ ژبو پورې يې يادې کړي دي. که يو ماشوم په يو څو ژبې کورنۍ کې رالوی شي او مور او پلار ورسره وړ مرسته وکړي نو کولای شي په يو وخت کې څو ژبې زده کړي.”

ماشوم هغه ژبه ژر زده کوي چې ټوله ټولنه پرې خبرې کوي نو ميندې پلرونه که غواړي چې مورنۍ ژبه يې ماشوم زده‌‌کړي نو بايد تل د ماشوم سره په مورنۍ ژبه خبرې وکړي او دا تشويش له ذهن وباسي چې ماشوم به يې د اکثريت ژبه کې ستونزه ومومي. ځکه په اروايي لحاظ ماشوم په چټک ډول دا مومي چې کومه ژبه ډېره ويل کيږي نو کوښښ کوی چې هماغه ژبه زده‌کړي.

په افغاني ټولنه کې بله ستونزه نالوستي يا بېسوادي ده، ځينې ميندې يا پلرونه نالوستي دي. دوی ته زما مشوره داده چې د کتابتون څخه دې انځوريز کتابونه راپور کړي او د هر عکس سره دې په مورنۍ ژبه هغه ته يو کيسه کوي.

هغه کورنۍ چې په کور کې يې يوه ژبه ( يا پښتو او يا دري) وي پدې مانا چې مور او پلار د يوې ژبې ويونکي وي د کډوالۍ په دوران کې دوی د هغه کورنيو په پرتله چې په کور کې يې يوه يا دوه ژبې وي د دومره ستونزو سره نه مخ کيږي.

هغه څېړنې چې په استراليا کې تر سره شوي دي ليدل شوي دي. کومې کورنۍ چې مور او پلار يې د يو مشترکې ژبې لرونکي وي نو د هغوۍ مورنۍ ژبه دويم نسل ته هم په ښه شکل انتقال شوی وه. خو کومې کورنۍ چې په کور کې يوه يا دوه ژبې وي نو مورنۍ ژبې لومړې نسل کې د مينځه تللې يا تلونکې وه.

خو دا ستونزه د هر لوري وڅېړل شي بېرته مسؤليت مور او پلار ته ورګرځي. دا کار د مور او پلار ايثار او فداکارۍ ته اړتيا لري. که مور او پلار ايثار او قرباني ورنه کړي نو نورې لارې کم څرکه پايلې لري.

ستاسې د برياليتوب په هيله

اخځايونه

د دغه مقالې په ليکلو کې د لاندې اخځايونو څخه هم گټه اخيستل شوی ده.

۱. Så blir barn tvåspråkig (پدې ډول ماشوم دوه ژبې کيږي)ليکواله مېرمن لينورا ارنبری

۲.  Flerspråkighet i förskolan ( څو ژبتوب په وړوکتون کې) ليکوالان سوسن، پيه او کارين

۳. Skärholmens språkprogram (د خيرهولمن د ژبوپروگرام) د خيرهولمېن کمون

۴. Så blir barn flerspråkig، (پدې ډول ماشوم څو ژبی کيږي) سوينسکه ډاگبلادت ورځپاڼه، ليکواله مييا خوستروم

۵. Modersmål viktigt för nytt språk (مورنۍ ژبه د نوې ژبې لپاره مهمه ده)، د سويډن راډيو

۶.  Modersmål och andraspråk stärker bsarnets språkutveckling ( مورنۍ ژبه او بله ژبه د ماشوم د ژبې پرمختګ قوي کوي) د ستاکهلم کمون

ليکنه: ډاکټر نجيب الله زاخېلوال

Schreibe eine Antwort