د امریکا غږ آشنا رادیو مرکه له داکتر یحیی وردک او محمد محقق سره

السلام عليكم

درنو اورېدونکو ستړي مه شئ. د امریکا غږ آشنا رادیو خپرونه ده.

د نن او وضعیت پروګرام شروع شو. درنو اورېدونکو د نن او وضعیت په پروګرام کې معمولاً ستاسې د کلي، سیمې او کور د وضعیت او د ملک د وضعیت او حال په باره کې رپوټونه او مرکې خپرېږي. نن د مورنۍ ژبې د اهمیت او تقویت په هکله په ډنمارک کې علمي غونډه شوې ده، نو لږ وروسته غواړو، چې د دې غونډې د ګډون کوونکو ډاکتر یحیی وردک صاحب او زمري محقق صاحب سره وغږېږو.

اتصال زمونږ او تاسو پیوستون

خبرونه، څېړنې او غبرګونونه

مؤثق معلومات او دقیق جزئیات

هغه کورنۍ، نړیوالې او سیمیزې مسلې چې د عامو خلکو پر ژوند اغېزې لري.

ستاسو پوښتنې د چارواکو ځوابونه او د پوهانو سپارښتنې.

له یک شنبې تر پنجشنبې د ماښام پر ۵ بجو او ۳۰ دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه.

بیا هم السلام علیکم درنو اورېدونکو ستړي مه شئ!

د نن او وضعیت پروګرام لرو.

نن په یوې داسې مسلې باندې غږېږو چې د انسانانو طبعیي حق دی او هره ټولنه کې هرچا ته مهم دی او ارزښت لري.

دا مورنۍ ژبه ده، چې انسان او بشر په هغوی باندې چې زده کوي یې د اول نه تر آخره خپل ټول مشکلات حل کوي. نو په دې خاطر باندې د مورنۍ ژبې اهمیت، ارزښت ډېر زیات دی او په دې برخه کې د ژب پوهانو او د عالمانو رول مهم دی، چې مورنۍ ژبه څنګه وساتل شي؟ څنګه د هغې خدمت وشي؟ او د هغې په ارزښت باندې نور پوه شي؟ دا هغه مسلې دي، چې په دې باره همېشته کنفرانسونه کېږي، خبرې کېږي، په همدې لړ کې د په ډنمارک کې یوه علمي غونډه جوړه شوې وه او په دې علمي غونډه کې ډېرو کسانو برخه اخیسته وه.

تر کومه حده لږ شانته معلومات چې مونږه لرو، نو په افغانانو اعلاوه خارجي کسان هم وو، چې دوی هم خبرې کړي دي او په دې علمي کنفرانس کې یې علمي مقالې لوستې دي. مونږه په همدې برخه کې د نور تفصیل لپاره چې خبر شو، دې پوهانو څه ویلي دي؟ دوه تنه میلمانه رابللي دي.

 د دې غونډې نه چې دوی په دې غونډه کې ګډون درلوده. یو ډاکتر یحیی وردک صاحب دی او بل هم زمری محقق صاحب دی، نو زه به وګورم چې دواړه خپرونې ته راغلي دي او که نه؟

یحیی وردګ په خیر راغلئ ستړی مه شې!

یحیی وردک: مونږ دوه نفره یو! یوځای ناست یو!  په یوه تلیفون کې!

تاسې ډاکتر یحیی وردګ یئ؟

یحیی: بلې، هو زه ډاکتر یحیی وردګ یم.

خبریاله: تاسو د طب ډاکتر یئ او که د ژبې، که د سیاست؟

یحیی وردک: زه د طب ډاکتریم.

یحیی وردک: هو.

خبریاله: ښه.

نو په دې حساب باندې ښه خبره داده باید ووایو چې یحیی وردګ صاحب زمونږ میلمه دی او په کنفرانس کې یې ونډه اخیستې ده.

مونږ داسې خبر یو چې ډېرو کسانو د مورنۍ ژبې په اهمیت باندې غږېدلي دي، نو خارجیان څوک وو په دې کنفرانس کې چې دوی د مورنۍ ژبې په اهمیت په عمومي ډول غږېدل؟

خارجیان خو یو پروفیسور شېن ټېسن دی، چې دا یو ناروژي، ډنمارکي ژب پوه دی، چې دا تر ۲۵ ژبو پورې زیاتې زده کړې دي، دی ایران پوه هم دی په روانه فارسي غږیږي او پښتو ، ترکي، هندي او نورې ژبې یې هم زده دي، دی راغلی وو او تر څو کلونو مخکې یې د آسلو په پوهنتون کې د ژبې استاذي هم کړې ده. بل د آلمان نه کورنېلیه لیمن راغلې وه، چې دلته هم د اروپا اتحاديې په چوکاټ کې دوی د مورنۍ ژبې او د هویت یوه پروژه شته ده، د ۵ نورو افغاني ټولنو سره.

خبریاله: ښه. یعنې دا دوه تنه پکې خارجیان دي.

ډاکتر یحیی وردک: بلې هو.

خبریاله: تاسو خو د ډنمارک اوسېدونکي یاست بلې؟

یحیی وردک ځواب؛ نه.

زه او کورنیلیه لیمن له جرمني نه راغلي یو او یوه بله ټولنه ده، چې درې نفره د ویانا او اتریش نه راغلي دي!

خبریاله: ښه!

یحیی وردک: او نور څو نفره دي د سویډن نه راغلي دي لکه رسول زاده صاحب او ډنمارک خلک دي.

خبریاله:ښه! بلې هو!

خبریاله: مننه له تاسو نه.

یو ځلې غواړم د یوه بل ورور زمري محقق سره هم یو سلام وکړم. محقق صاحب!

خبریاله: السلام علیکم، خبرې اورئ؟

محقق صاحب! وعلیکم السلام

خبریاله: په خیر راغلی پروګرام ته. معرفت خو سره وشو او اورېدونکي پوهېږي، چې نن مونږ په کومه مسله باندې غږېږو په مورنۍ ژبه غږېږو، د دې ژبې په ارزښت او اهمیت غږېږو، په ساتلو یې غږېږو او دغه نن چې تاسو کوم پروګرام درلوده علمي غونډه وه، دې کې چې د محقیقینو او ژب پوهانو څه ویلي دي؟ څه نظریې یې ورکړي دي، نو په دې باندې به تاسو لږه رڼا واچوئ تاسو دواړه درانه مېلمانه.

خبریاله: بېرته به راشو اول د دې کنفرانس دې موضوع ته چې دا چې د مورنۍ ژبې ارزښت څه شی دی؟ او ولې ارزښت لري؟

خبریاله: محقق صاحب!

محقق صاحب: بلې هو! نو د کنفرانس په برخه کې باید ووایو دا خو د پخوا څخه هم دا کنفرانس مونږ تقریباً پرووسږ کال د دېسمبر په میاشت کې یو پروګرام جوړ کړی وو، بیا د کرونا په مناسبت دا پاتې شو.

خبریاله: بلې!

 مونږ آنلاین غونډې کولې او موفقه شوي نه وو، چې په فزیکي لحاظ سره کښېنو، بالاخره په بن کې موفقه شولو، چې څه موده مخکې په د ټولو ۵ اتحادیو په شمول باندې سره کښېناستلو او هلته مو غونډه وکړه او بالاخره دا دوهمه غونډه ده، چې دوی د یوې هفتې لپاره راغلي دي په ډنمارک کې چې مونږ یې کوربه یو په ډنمارک د افغانستان د فرهنګ ټولنه، د دغو کوربه ده او دا پروګرام دی.

خبریاله: ښه.

محقق: نو نه پوهېږم چې په دې باب به یو څه نور وغږېږم چې اضافه توب ونه کړمه او د که د ژبې پر مسله باندې؟

خبریاله: زه فکر کومه چې د مورنۍ ژبې په اهمیت او ارزښت باندې وغږېږئ، چې دې کنفرانس کې به تاسې اورېدلي وي، چې نور څه وویلې؟ دا زموږ لپاره مهه وي اورېدونکو لپاره دا مورنۍ ژبه ولې مهه ده؟ ولې دومره مهمه ده دنیا کې؟

محقق: بلې دا ډېره مهه پوښتنه ده، زه مطالعه هم په همدې باب باندې وه، چې د ژبې اهمیت څه شی دی؟ او ولې دا جهان دومره اهمیت ورکوي؟ نو په دې باب باندې یو د علماوو نظریات وو، چې موږ دلې و څېړله چې مثلاً ماندېلا په دې باندې ټینګار کوي، چې اصلاً ژبه که په یوه پردۍ ژبه د یو چا څخه خبره وکړي په هغه به پوه شي ولې که په خپله مورنۍ ژبه ورته وکړي دا مسله وایي بیا د هغه زړه ته لوېږي او دقیق تاثیر پرې لري، او داسې نورو علماوو په حواله مو دا مسله و څېړله، مګر زما خپله طبیعي تجربه چې ما د دوی سره شریکه کړله هغه دا وه، چې ما هلته دوستان دي هم په ډنمارک کې، په هالنډ کې، په امریکا کې په ټولو نورو ځایونو کې د جرمني په شمول مختلفې ژبې زده کوي، دا ټول یو وخت راغلي وو، ټول سره را ټول شولو په واشنګټن کې هلته دوی مشکلات درلودل، د دوی مورنۍ ژبه نه وه زده، یو په هالنډي مسلط وو، بل په جرمني مسلط وو، نو دغه عملاً د دغه ځوانانو او خپلوانو په منځ کې چې تفاهم نه شوای کېدلای، هلته ما مورنۍ ژبه احساس کړه، چې د مورنۍ ژبې احساس څومره زیات دی؟ نو په دې خاطر باندې هم د مورنۍ ژبې پر ارزښت باندې په مختلفو برخو باندې مونږ دلته وغېږېدلو.

خبریاله: ښه. په دې لحاظ مورنۍ ژبه اهمیت او ارزښت لري؟ بلې؟

محقق: بلې هو. دلته بله خبره دا ده، چې  علما په دې ټینګار کوي، دا احصایو ښودلې ده، چې هغه ماشومان او هغه کوچنیان چې هغوی خپله مورنۍ ژبه نه وي هېره کړې، هغه ډېر ذکي وي او هغوی د نورو ژبو د زده کړو ډې ښه استعداد لري، حتې وایي په ریاضي کې ډېر ښه وي.

خبریاله: بلې! د دې دلیل څه دی؟

محقق: د علمي څېړنو ، مصاحبو په نتیجه کې را منځ ته شوې ده.

خبریاله: ښه. یعنې د دې علمي دلیل خو به موجود وي، چې څوک چې خپله مورنۍ ژبه یې زده کړې وي ماشومانو هغوی ذکي وي او هغوی دومره استعدادونه لري، چې د دې دلیل به څه وي علمي؟

محقق: هو یوه موسسه ده، د ایکو بي په نامه باندې هغوی دا دغه دقیقه د یو زرو څو کسانو سروې کړې ده، چې د یو زرو څو کسانو څخه دا یوه موسسه ده، چې په سویډن کې ده، چې هغو دا تحقیق کړی دی بیایې په اخبارونو کې نشر کړی دی، چې مونږ را اخیستي دي، چې هغه دا ادعا کړېده او په دې باندې د ډنمارک په تلویزیون کې هم خپروني راغللې چې دا ضرو ده، مګر خبره داده، چې دغه کورسونه زمونږ اتحادیه دلته دا د فرهنګي ټولنه دلته لري دا د یو ۱۵ کالو راهیسې په خپل شخصي مصرف باندې او په خپل نوښت باندې دا کار کوي.

 په ځینو هېوادونو کې داسې دی، چې د ځینو هېوادونو کې مالي سپورټ (Support) ورسره وي مثلاً په سویډن کې په ځینو مکتوبونو کې دغه رسمي ژبه مورنۍ ژبه که فارسي ده؟ که پښتو ده؟ دا هلته ورته زده کېږي او معلمانو ته معاش ورته ورکول کېږي.

په اتریش کې هم په همدې شکل ده.

خبریاله: ښه.

محقق: مګر په ډنمارک زموږ ټولنه په خپلو مصارفو او په خپل مالي سپورټ کار کوي.

خبریاله: ښه ډېره مننه د تاسې نه. وبخښئ چې تاسې یحیی وردګ صاحب څه وایي؟ یحیی وردګ صاحب تاسو څه نظر دئ؟ څه فکر کوئ ولې مورنې ژبه مهه ده؟ نو د دې سره به سوال هم وکړمه هغه دا چې مورنۍ ژبه څنګه وساتل شي؟ د ساتلو لارې یې هم ډېرې دي. خصوصاً په هغو ملکونو کې چې جنګونه وي، بحرانونه وي، سیاسي، نظامي تحولات راځي، خلک له یوه ځای بل ځای ته ځي، بیا دوی مجبور دي ژوند او شرایط یې داسې وي چې خپله مورنۍ ژبه هغسې وي، چې لازمه ده هغسې یې نشي زده کولای لیک او لوست پرې نشي کولای څه فکر کوئ د دې د حل لاره څه ده؟

یحیی وردک: بلې هو! مورنۍ ژبه لکه چې وویل شول که څوک خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه زده کا؛ نورې ژبې یې ښې زده کېږي دا یوه خبره ده، بل خبره دغه ده، ځکه چې کله ماشومان لویږي، بلوغ ته رسیږي، دوی د خپل ځان، خپلې کورنۍ او کوم ځای څخه راغلي دي، په دې باره کې فکر کوي.

خپل هویت ته متوجه کېږي، نو که دوی په دغه خپله ژبه باندې پوه شي خپل کلتور باندې پوه شي، خپل هېواد باندې پوه شي، چې زه یا مور او پلار مې د کوم ځای نه راغلي دي؟ په دوی باندې د دوی په شخصیت جوړونه او غوړونه باندې دا یو ډېر لوی مثبت تاثیر لري، ځکه چې دلته چې په دې ټولنو کې مونږ یو ځینې وخت زمونږ ماشومان آلمانیان ورته وایي؛ چې تاسو آلماني نه یئ، خو هغه چې راشي وایي آیا زه افغان یم؟ زه رقم افغان یم؟ چې افغانستان نه پېژنم؟ زه رقم افغان یم؟ چې افغاني ژبه نه پېژنمه؟

خبریاله: یا خپل وطن کې نه یمه؟

یحیی وردګ:دا په شخصیت جوړونه کې مثبت رول لري. بل ښه والی دا دی، چې دوی خپله ژبه زده کړي دا د یو پوهنتون ارزښت لري، آینده کې چې دغه انسان یو ځای کې کار کوي، دې ته دوه چنده ښه کارونه پیدا کېږي، ځکه چې یوه بله ژبه یې زده ده، د نورو خلکو سره ښه کار کولای شي.

 د هغه مملکت سره چې ژبه یې زده ده، ښه تجارت کولای شي واردات او صادرات هلته کولای شي، هغه ملک ته دی تللی شي، هلته کار کولای شي، همدغسې نور، نور دلایل یې شته دي، چې باید مونږ باید خپله پلارنۍ او مورنۍ ژبه زده کړو. راغلو د دوهم سوال په هکله چې څنګه یې ساتلی شو؟

خبریاله: بلې هو ساتل یې مهم دي.

ډاکتر یحیی وردک: د ساتلو لارې یې ډېرې دي اول تر ټولو مهم یې دا دی، چې مور او پلار د ابتدا نه د اولې ورځې نه حتې مخکې له ولادت نه؛ د خپل ماشوم سره په خپله مورنۍ او پلارنۍ ژبه خبرې وکړي.

 متاسفانه متاسفانه په غرب کې زه خپله آلمان کې یم، ګورمه چې ډېرې میندې او پلارونه آلماني ورسره وایي دا حتا آلماني او نور پوهان وایي، چې نه! د ماشوم سره که څه هم واړه وي، په خپله ژبه ورسره وغږېږئ، چې دا مؤثریت لري او په ډېره آسانۍ سره، په وړیا توګه، ماشومان خپله ژبه زده کولای شي. چې هم مور هم پلار هم خویندې وروڼه د ماشوم سره خپله ژبه ووایي.

 بله خبره دا مهه ده، چې میندې او پلرونه په بهر کې باید د خبرو تر څنګ ماشومانو ته لیک او لوست هم زده کړي. ځکه مونږ او تاسو افغانستان کې چې وایو، چې باسواده هغه څوک دی، چې لیکل او لوستل وکړي، نو دغه د ژبې زده کول په دې مانا دي، چې په همدغه ژبه کې باید لیکل او لوستل هم وکولای شي، چې په آینده کې کار پرې وکولای شي، آینده کې مطالعه پرې وکولای شي.

 د دو د مور او پلار او د کور ښوونځی چې لومړنی ښوونځی دی، د دغو تر څنګ باید په بهر کې افغاني فامیلونه، افغاني ټولنې خپلو اولادونو ته په سېستماتیک ډول کورسونه جوړ کړي. د دغه کورسونو لپاره باید معیاري، ښه کیفیت درسي کتابونه جوړ کړي، چې د مونږ آینده راتلونکي پروژه به همدا وي؛ چې د دغه کورسونو لپاره با کیفیته او معیاري درسي مواد برابر کړو، تر اوسه پورې په مختلفو هېوادونو کې مختلفې ورقې، چپترونه، کتابونه شته دي، چې کیفیت یې ډېر متغیر دی ځینې ښه دي او ځینې یې بد دي.او مونږ دغه غواړو په دغه کنفرانس کې په همدې باره وغږېدو چې په آینده کې هم د ګډو هلو ځلو هدف دغه وي، چې یو ښه معیاري کتاب او درسي کتاب او کتابونه برابر کړو د ژبې زده کولو لپاره.

خبریاله:ډېره مننه د تاسو نه. یحیی وردګ صاحب ستاسو په نظر وبخښئ!

مسله خو څرګنده شوه چې ژبه څنګه وساتل شي؟ ارزښت یې څه شی دی؟ زه غواړمه چې محقق صاحب په دې برخه کې تاسو خپل نظر ورکړئ، چې د مور او پلار او د کورنۍ او د ټولنې نه وروسته د چا وظیفه ده؟ څوک کولای چې مورنۍ ژبې ته خدمت وکړي؟ په یو ملک کې خو به مختلف قومونه وي، مختلفې ژبې به وي دا یو بل مسؤلیت دی دویم مسؤلیت د چا دی؟ او د تعلیم او تحصیل په برخه کې چې په همدې ژبه باید تحصیل وکړي دا خو د ټولو حق دی مثلا افغانستان کې پښتو او دري دواړه ژبې وې ځینو ځایونو کې به مثلا د اول نه تر پنځم یا څلورم صنف پورې په هماغه مورنۍ ژبه باندې په هماغه ژبه چې هماغلته به مروجه وه، به ټولو سبق ویلې شاګردانو کوم او یو مضمون به د دري وو یا همداسې هغو ساحو کې چې ټول مضامین به په دري وو یو مضمون به په پښتو وو، نو دغه به تدریس کېده په دې حساب باندې ولس کې شاګردانو او محصلینو دواړه ژبې زده کولې لیکل او لوستل یې پرې کولای شول، څه فکر کوئ دا د چا مسؤلیت دی د کورنۍ نه وروسته؟

محقق:هو طبعاً له کورنیو وروسته هم ټول هغه منور کسان چې د ژبې په اهمیت پوهېږي، چې مخکې مونږ د ژبې د اهمیت په اړه وویلې هغه باید نه یواځې داچې په کورنۍ کې دې مسلې ته بلکې دغسې نهادونه هم دا مسؤلیت لري، چې په دغه نهادونو کې په رقم کورسونو جوړېدو کې مرسته وکړي.

هغه په دې معنا نه چې مورنۍ ژبه ژوندۍ وساتل شي؛ بلکې د هېواد په سطحه هم د دوی سره مرسته وشي، یعنې د لیک او لوست په برخه کې، نو د نهادونو هم وظیفه ده او د ټولو منورو ځوانانو خلکو چې په هغه خارجي هېوادونو کې اوسیږي باید دغه ټکي ته جدي متوجه شي او دا د خدای بخښلي محمدګل مهمند وینا ده چې وایي چې د بل ژبه زده که لوی کمال دی، خو د خپلې ژبې هېرول بې کمالي ده. نو په دغه اصل باندې باید دوی همېشه د ژبې زده کړې ته اهمیت ورکړي. مونږ او تاسو مخکې وویل چې علما هم په دې برخه ډېر ټینګار کوي، چې احصایو دا ثبوت کړېده چې د یوې ژبې څښتنان یو …..

خبریاله: وبخښئ! ستاسو زیاتر تاکید او فشار په دې دی، چې هغه افغانان چې په خارج کې دي یا هغه کسان چې په خارج کې دي، دوی باید خپله مورنۍ ژبه څنګه وساتي او په کوم طریقه یې وساتي؟ د ژبې د ساتنې او د ارزښت د پاره هم جهاني موسسې دي، چې هغوی هم په دې اهمیت باندې ټینګار کړی دی او بله مسله داده چې حکومتونه مسؤلیت لري، چې د خپل وولس خلکو ته وګوري، چې کومې ژبې مهمې دي؟ کومې ژبې دي چې دوی پرې خبرې کوي؟ څنګه وساتل شي؟ څه رقم پروګرامونه ورته جوړ شي؟ په امریکا خو ..

محقق:  مونږ همدا نن ورځ راټول شویو خو دا یو هغه یې دا دی، چې د اروپایي ټولنې لخوا څخه په مادي لحاظ سپورټ کېږي. دا اتحادیې چې دلته راغلي یو دا مصارف ایجابوي دا ټول مصارف د هغې خوا څخه کېږي، په څه خاطر؟ په دې خاطر چې د دغه مسلې ته رشد او انکشاف ورکړي، دغه کورسونو ته مثلاً پرون دغه اتحادیې چې ټوله چې له خارجه څخه راغلې وې زمونږ میلمانه وو، په اصلاح داسې چې دوی په ډنمارک هغه فرهنګي کورسونه وکتل هلته یې د هغوی کتابونه وکتل خپلې تجربې له مونږ سره شریکې کړلې. مونږ د دوی سره تجربې شریکې کړې او حتا پر دې مو ټینګار وکړلو چې یو معین سېسټم د تدریس ولرو. یو ځای کې یو رقم کتابونه لوستل کېږي د پښتو او د فارسي د ژبې د زده کړې لپاره بل ځای بل رقم استفاده کېږي.

په ځینو مو انتقادونه وکړل په دې پراخ بحث وشو، چې څرنګه کولای شو په راتلونکې کې دې نتیجې ته ورسېږو چې ستندرد معیار د زده کړې د دغه کورسونو لپاره جوړ کړو؟ او دا ګرده کارونه ستاسو خبره د دولتونو لخوا څومره سپورټ غواړي نو ځینې هېوادونه دي، چې هغه د دې لپاره جدي فعالیت کوي لکه سویډن، اتریش او نور…

اما ډنمارک کې دې متاسفانه دې مسلې ته تر اوسه دونه توجه نه ده شوې، په دغه خاطر دغه اتحادیه غواړي چې دا خپل پشنهادونه د دې ځای د مقاماتو سره شریک کړي، ترڅو چې هغه هم دې مسلې ته متوجه شي او دا پروسه په شه شکل مخکې ولاړه شي.

خبریاله: مننه تاسې نه. اوس خو د ژبو لپاره هغه دی ډېرې بومي ژبو د د هغو ژبو لپاره چې تقریباً له منځه تللي دي د هغو ژبو د ژوندي کېدو لپار ه لا هڅې روانې دي او کارونه کېږي، نو کومې ژبې چې مروجې دي ویل کېږي خلک ورباندې خبرې کوي ساتل خو بیخي مهم دي او د هغوی د پالنه بیخي مهمه ده چې څومره ترقي کولای شي ویې کړي، مګر د طریقې لارې چارې یې باید وسنجول شي، څنګه ژبه ترقي وکړي؟ نو اوس خو د انټرنیټ دنیا ده ۲۱ مه قرن دلته خو به ډېر وسایل وي او ډېرې طریقې به موجودې وي غواړم، چې د محقق صاحب نظر واورم چې د نظر څه دي؟ طریقې به څه وي؟

محقق: هو رښتیا هم د دغه میډیا د دغه نویو طریقو او وسایلو څخه په استفاده باندې مونږ هم دې ته متوجه یو مونږ دغه آنلاین غونډې او دا فزیکي غونډې په دغه محور باندې را څرخي، چې مونږ یواځې په دغه باندې قناعت ونه کړو چې مونږ دلته کورسونه جوړوو، مونږ دا کوو هغه کوو، دوی ته آنلاین کارونه هم وکړو یعنې دوی ته آنلاین کورسونه هم موجود دي، د دې ته څنګه انکشاف ورکړو؟ چې په آنلاین شکل سره هم نوي تنکي ځوانان چې خپله ژبه یې د هېرېدو او ورکېدو په حال کې ده، څنګه دا ژوندۍ وساتي؟ د دې لپاره هم مونږ په کار او پروګرام ټاکلې آجنډا موجوده ده او پر دې باندې همېشه کار کوو او تر یو سرحد پورې بریالي شوي هم یو او غواړو چې لای یې هم پرمخ بوزو.

خبریاله: تشکر تاسو نه. ډاکتر یحیی وردک صاحب دا اوس چې د میډیا خبره وشوه دا څه په دې انټرنېټ کې په دې فیسبوک او په دې نورو وسایطو کې لیکل کېږي یا ویل کېږي، زیاتره انتقاد کوي، چې د پښتو یا دري هره ژبه چې ده، دغو جنګونو پرې تاثیرات کړي دي او د دې ژبې هغه جوړښت کې بدلون راغلی دی، نو په دې کې اصلاحات په کار دي تاسو څه فکر کوئ، د دې امکان شته دا تاسو چې وایئ، چې کتابونه ټول وکتل شي او باید یو ډول وي او مختلف نه وي، تدرسونه راسره منسجم شي، په دې اړه امکان لري دا څوک کولای شي دا کار؟

یحیی وردک: اوس خو دا تېرو کلونو د جنګ او نور دلایلو په خاطر افغانستان کې او افغانان په نورو هېوادونو کې تیت او پاشان شوي دي، نو داسې د نور ژبو د پاره او د نورو هېوادونو کې یوه مرکزي معینه علمي مرجه شته ده، چې هغه په ژبه، د ژبې په روزنه او انکشاف باندې دوامداره توګه کار کوي، چې دغه یوه اداره متاسفا متاسفانه نشته په افغانستان کې، چې په دغه باره کې په دوامداره توګه کار وکړي، هر څوک هر شی چې وایي یا هم نوی لغت چې استعمالوي، هر څوک هرچېرته چې قاعده را وباسي بس هماغه استعمالوي او ۵ نفره یې د یوه طرفداري کوي او ۵ نفره یې د بل چا طرفداري کوي، نو دغه انکشاف ډېر همدغسې ډایوریت یعنې مختلفو خواوو ته روان دی، نو ضرورت هم همدغه ده، چې دغه پوهان ولو که په اوس په ټوله دنیا کې افغاني پوهان سره تیت شوی دي د انترنیت له لیارې د میدیا له لیارې کولای شي مشترکن کار وکړي.

خبریاله: ډېر تشکر. یعنې دا د پوهانو، ژب پوهانو کار دي، چې دې برخې ته متوجه شي او کار ورباندې شروع کړي. ښه. ډېره مننه تاسو نه یحیی وردک صاحب او زمری محقق صاحب! چې تاسو د مورنۍ ژبې په اهمیت، ارزښت او ساتنې باندې وغږېدئ او زمونږ درنو اورېدونکو ته مو معلومات وکړل ستاسو دواړو د کور ودان وي دا پروګرام همدلته پای ته ورسېد په مخه مو ښه ډېره مننه.

Kommentar verfassen

Deine E-Mail-Adresse wird nicht veröffentlicht. Erforderliche Felder sind mit * markiert

Nach oben scrollen