Docoments, Genral

Meaning of Mother Tongue & New Efforts

د مورنۍ ژبې ارزښت او نوې هڅې

پوهندوی آصف بهاند
Prof. Asif Bahand

د ژبې عام تعریف دا دی چې:

ژبه د پوهولو راپوهولو وسیله ده، خو کله په هویت پورې نښلي او کله د کلتور او فرهنگ حیثیت غوره کوي چې د یو قوم د راټولېدو سبب هم کېـږي.

دا خبرې ما څو ځلې د مورنۍ ژبې په باب د مقدمې په ډول لیکلې او ویلي چې:

ژبه د انسان د اوږدو تجربو ټولگه ده. څوک چې ژبې ته په کم ارزۍ گوري او د ژبې وییونو یا لغتونو ته په ټیټه سترگه گوري، په حقیقت کې د بشر تاریخي ودې ته ارزښت نه ورکوي. دا باید په یاد وساتل شي چې له ژبې سره ساده او سطحي چلن، په اصل کې له انسان سره هماغسې چلن دی.

ژبه د لسگونو زرو لغاتو لښکر دی چې وروسته له ډېرو کړاوونو او تجربو برابر شوی دی او دې د کار وړ لښکر ته باید درناوی وشي، ځکه چې هر چېرې یې کارولی شئ. څوک چې د ماناوو دې لښکر ته ارزښت نه ورکوي او یا په درنه نه ورته گوري، هغوی د بشریت د اوږدو ـ اوږدو مودو تجربې بې ارزښته گڼي.

که حقیت ته ځیر شو، ژبه په اصل کې بېرته انسان ته، د ده د باندني چاپېریال ژباړه ده او باندني چاپېریال ته د ده ور ژباړل دي. ژبه د انسان او فزیکي ـ ټولنیز چاپېریال په منځ کې د اړیکو وسیله ده.

ژبه یوه بهانده، خوځنده او د بدلېدو په حال کې پدیده ده، که کار او پاملرنه ورته وشوه، خوځېدونکې او غني کېدونکې به وي او که کرار لاس تر زنې ورته کینو، له تللو او خوځيدو لوېـږي او د مرگ دایرې ته ورننوزي.

هر څومره چې ژبې په پوهې، مالوماتو او فنونو باندې سمبال شوې وي، همغـومره غني او د نړۍ په اسرارو خبرې او پوه وي؛ په همدې سبب علمي ژبې گڼل کېـږي او ویونکي یې همغومره پوه او د نړۍ په پوهېدنه باندې برلاسي وي. ما د مورنۍ ژبې په باب په خپلو خبرو او مقالو کې څو ځلې دا ویلي دي چې:

مورنۍ ژبه یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېـړې نه شي، ونرژېـږي او ونه زړه او پوده نه شي.

د مورنۍ ژبې د مهموالي، ساتلو، خوندي کولو، غني کولو او په نړیوال ډگر کې یې د نورو ژبو سره د سیالۍ جوگه کولو له پاره باید تل پر دې ټکو ټينگار وشي چې:

«ژبه د علمي، تخلیقي آثارو په رامنځته کولو، ژبه کېـږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي شي.»

له خپل وطن څخه لرې، د خپلې ټولنې له چاپیریا ل څخه لرې، د مورنۍ ژبې د اوریدلو او ویلو له دایرې نه د باندې، د پردي کلتورترهراړخیز اغیز لاندې؛ په پردي چاپـیـریال کې د مورنۍ ژبې زدکړې، ساتنې او پالنې مسأله او د مهاجرت په پردي چاپـیـریال کې له کوچنیانو او تنکیو زلمیانو سره د چلند او اړیکو موضوعات، هغه اړین او لومړني مسایل دي چې باید قلموال یې هیڅ کله له پامه ونه غورځوي.

Conference on Mother Tongue in Copenhagen Oct 2021

دغې اړینې موضوع ته هغه وخت زما پام شو چې په ۱۹۹۳ کال په پيښورکې مې د یوې لنډې مودې له پاره د افغان مهاجرینو حال، د پيښور په یو کمپ (کچه ګړۍ) کې په خپلو سترګو ولید. بیا د وخت ناکردو او تندو بادونو پسې واخیستم او د روسیې پلازمینې ماسکو ته یې ورغوځارکړم. په روسیه کې مې هم د افغان مهاجرینو بد حالت په خپلو سترګو ولید، بیا لکه نا بلد لامبوزن، وروسته له ډیرلاس او پښو اچولو مې پښه غربي اروپا ته ورسیده.

په دې ټولو پردیو چاپیریالونو کې مې د نورو مذهبونو ترتاثیر لاندې، د نورو ژبو په دایره کې او د پردي کلتور ترسیوري لاندې ولیدل چې څنګه یو ماشوم خپل عقاید، کلتور، ژبه او ټول معنوي شته هیروي او له لاسه یې ورکوي. د همدغې غمیزې په لیدو او د عیني اړتیاوو پربنا مې ځان اړ وګاڼه چې که نور څه مې له لاسه نه کیـږي، حداقل د همدغې غمیزې او نیګړتیاوو یو تت شا نتې انځور خو د لوستونکو او تاریخ مخې ته کیـږدم؛ نو هماغه و چې زړه نازړه مې د «لارورکولارویانو» په ورکولارو کې له ځان سره اخیستي لومړني یادداشتونه او د ماسکو په هراړخیز پردي چاپیریال کې شته ترخه واقعیتونه سره څنګ په څنګ کېـښودل، پرتله مې کړل، بیا مې سره ومروړل او د (پردی چاپیریال او د مهاجرو کوچنیانو د زدکړې مسأله) د مقالو لیکلو لړۍ مې پیل کړه، لومړۍ برخه مې یې له ماسکو څخه خپریدونکي اخبار«نوید» کې مې خپره کړه. بیا څه «ژرنده پڅه او څه غنم لامده» د بې سرنوشته ژوند ناخوالو دې ته پرې نه ښودم چې د دې سلسلې بله مقاله ولیکم، خو یادداشتونه مې څه پرکاغذ او څه د حافظې په کمپیوترکې ثبتول.

د مهاجرت د همدې اړودوړ په لړ کې، توندو بادونو د څویم ځل له پاره لکه شکیدلی کاغذ یا وچه پاڼه په هوا کړم، په اروپا کې یې د ډنمارک په نامه په یوه سیمه کې وغورځولم. د توپانونو د لږڅه کرارتیا په پای کې مې ــ د چا خبره ــ نوم ایله په پنسل ولیکل شو. ما هم لږڅه د ارامتیا احسا س وکړ.

کله مې چې په اروپا کې، په ډنمارک کې د مهاجرو افغانانو ژوند، کورنۍ او کوچنیان له نږدې ولیدل، دوی هم له لوی نه نیولې، ترواړه پورې، د فرهنګي فقر د ستونزې ترڅنګ، ترسخت فرهنګي سترس (فشار) لاندې سا ایستله. افغانان لوستي وو، که نا لوستي، په رڼو یې کتلې چې دوی، د دوی زلمیان او کوچنیان خپل ټول معنوي شته له لاسه ورکوي. زه او ما غوندې ځینې نور فرهنګیان کومه اجرايی قوا په اختیار کې نه درلوده چې څه مو ترسره کړي وای؛ بیا مې ځان یوازې په دې ډاډه کاوه چې د دغه بد حالت انځور وکاږم او نورو ته یې وښیم؛ نومې په ماسکوکې د راپیل کړو مقالو لړۍ بیا پیل کړه.

یو وخت په ډنمارک کې د حاکمو قوانینو له مخې، د مورنۍ ژبې د ټولګي د جوړیدو له پاره باید دولس (۱۲) تنه کوچنیان چې عمر یې له څوارلسو کلونو ډیر نه وي، موجود واي. په کوم ښار کې چې زه اوسېدم، د افغانان کوچنیانو شمېر تردولسو هم ډیر وو. د مورنۍ ژبې د ښوونکي د شتوالی ستونزه هم نه وه. د ډنمارک په نورو ښارونو کې اکثراً غیر مسلکي ښوونکي د تدریس له پاره حا ضروو، خو موږ د مورنۍ ژبې د تدریس له پاره  مسلکي ښوونکي درلودل. زما میرمن مسلکي ښوونکې وه، د کابل د پیداګوژي انستیتوت فارغ التحصیله ده او د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې یې د تدریس ښه اوږده سابقه درلوده او ما هم د تدریس او درسي کتابونو د لیکلو ښه اوږده تجربه درلوده.

موږ په ګډه هڅه وکړه چې لااقل د افغان کوچنیانو د باسواده کیدو په خاطر د مورنۍ ژبې کورسونه پیل کړو، خو و نه توانېدو، ځکه چې د افغان کوچنیانو میندو پلرونو په بېلابېلو نومونو مرسته ونه کړه.

دا چې په کوم اروپايي هېواد کې څه ډول، څوک چېرې د مورنۍ ژبې تدریس په څه دول کوي او د کومو امکاناتو په چوکاټ کې یې کوي، د مورنۍ ژبې د تدریس د څرنگوالي د عمومي جاج اخیستنې په موخه، ما پخوا دا کار په تش لاس او شخصي ډول یا د میډیا د معلوماتو له مخې یا له ښکېلو اشخاصو سره د مخامخ لیدنو او خبرو پر اساس کړی دی.

په اروپا کې د مورنۍ ژبې د زدکړې، اهمیت او د تدریس د بڼې په باب چې اوس کومه سروې د نویو پروگرامونو په چوکاټ کې، له نویو هیلو سره، د اروپايي اتحادیې په مالي مرسته اوس راپيل شوې ده، ما ډېره پخوا په یوازې تن ترسره کړې ده او د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې مې یې پایله انلاین کړې ده.

ښایي زما دا هڅې او څېړنه به نیمگړتیا ولري او په ځینو هېوادونو او ښارونو کې د مورنۍ ژبې د تدریس کورسونه او د مدرسینو نوموونه به رانه پاتې وي، خو دا په جرأت سره ویلای شم چې زما دا هڅه او څېـړنه په خپل وخت کې بېسارې وه او د نوي نسل د روزلو او مورنۍ ژبې د ساتنې، پالنې او لاښه تدریس ته یې نوې لارې پرانستلې.

خو اوس چې د « Erasmus» (د اروپا اتحادیې له زده کړو، ترېننګ، ځوانانو او سپورت سره د مرستې پروګرام) د هڅو په دایره کې، د اروپا په کچه د بهر مېشتو کوچنیانو له پاره د مورنیو ژبو د زده کړی د کورسونو د پراختیا او پرمختیا او منظم کېدو په موخه هڅې پیل شوې دي او غواړي چې څه درسي کتابونه برابر او چاپ کړي. پروگرام داسې دی چې تر څېـړنو ، لیدنو کتنو او د ټولو تېرو تجاربو ترارزولو وروسته

یوه واحد میتود پیدا کړي او واحد درسي او لارښود کتابونه به چمتو کېـږي. 

د دې ماموریت مسؤلینو (اغلې  او ښاغلی یحیی وردک او…) د « Erasmus» (د اروپا اتحادیې له زده کړو، ترېننګ، ځوانانو او سپورت سره د مرستې پروګرام ) د پرو گرام په چوکاټ کې، د دې کار د ښه او علمي ترسره کېدو په موخه یو علمي سفر پیل کړی دی او غواړي چې د جرمني، ډنمارک، سویدن او اتریش په هېوادونو کې د مورنۍ ژبې په باب خپل علمي بحثونه او لیدنې کتنې وغځوي چې اصلي موخه یې د مورنۍ ژبې د زده کړې وده ده. د لیدنو کتنو او مشورو په پایله کې به دوه ډوله کتابونه چمتو کېـږي:

د لوست ستندر کتابونه،

د ژبې د ښونکو له پاره لارښود کتابونه.

او د کتابونو تر څنگ به د زده کونکو او په ځانگـړې توگه د کوچنیانو له پاره په پښتو ژبه کارتونی فلمونه، لنډ سيريالونه او نور انځوریز مطالب جوړ او په دیجیتال بڼه به خپرېـږي.

د دې علمي سفر په لړ کې یاد مسؤلین، د ۲۰۲۱ ام کال د نومبر میاشت په ورستیو کې د مشورو، لیدنو کتنو او د مورنۍ ژبې د ټولگیو او تدریس څرنگوالي سره د اشنايي له پاره ډنمارک ته هم راغلي و، دوی غواړي په عیني ډول د مورنۍ ژبې شته کورسونه له نږدې وگوري، کوم درسي مواد چې پخوا لیکل شوي دي، د هغو بېلگې هم راټولې او وگوري او د مورنۍ ژبې په باب له هغو کسانو سره مشورې وکړي چې په دې برخه کې یې عملي او نظري کارون کړي دي.

د ۲۰۲۱ ام کال د نومبر په اوه ویشتمه نېټه د ډنمارک د فرهنگ ټولنې په کوربتوب د اروپا میشتو افغان کوچنیانو له پاره، د کتابونو پر لیکلو او تنظیم باندې او د تجربو د تبادلې به موخه بحثونه وشول. ما (آصف بهاند) په شفاهي ډول موضوع پورې اړوند خپل وړاندیزونه واورول او ومې ویل: هیله ده چې د دې پروژې د ترسره کولو مسؤلین د درسي موادو د برابرولو له پاره او د درسي کتابونو د لیکلو او تنطیم په موخه مسلکي کسان پیدا او وگوماري.

زما له نظره د « Erasmus» (د اروپا اتحادیې له زده کړو، ترېننګ، ځوانانو او سپورت سره د مرستې پروګرام ) پروگرام او د دې پروگرام د مسؤلینو دا ماموریت ډېر عالي او هیله بښونکی دی او که په عملي ډول تطبیق شي، پایلې به یې د ټولو مهاجرینو له پاره، په تېره د افغانان کوچنیانو له پاره ډېرې مثبتې او ښې وي.

د لا بریاوو په هیله!

پوهندوی آصف بهاند

Schreibe eine Antwort